د غزني د کرني، اوبو لګولو او مالدارې ریاست مسولینو ویلي، چې د دې ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د ۳۴۴ زرو ۲۷۰ امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۷ چک ډېمونو کار پیل شوی.
د غزني د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد حنیف ادریس ویلي، چې د یادو چکډېمونو لګښت د ناروې موسسې له لوري ورکول کیږي او څه باندي درې زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
ښاغلي ادریس زیاته کړې، د دغه چکډېمونو په جوړېدو سره به واغظ او شاوخوا ولسوالیو په کارېزونو او د ځمکي لاندې اوبو کې د پام وړ تغییرات راشي.
یاد چکډېمونه داسي مهال د غزني واغظ ولسوالۍ کې جوړیږي، چې د دې ولایت زیاتره کروندګر د کښت لپاره د اوبو له نشتوالي او د کارېزونو له وچېدو سر ټکوي.

