ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د واګنر ډلې مشر د الوتکې غورځېدو په پېښه کې وژل شوی

د راپورونو پر اساس د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین د روسیې په تور سیمه کې د یوې خصوصي الوتکې د لوېدو له امله وژل شوی.

د روسیې دولتي تلویزیون هم د واګنر ډلې د مشر وژل کېدل تایید کړي دي.

له دې وړاندې واګنر ډلې ویلي وو، چې ۶۲ کلن پریګوژین د روسیې د خاینانو له لاسه وژل شوی او د سپرلۍ الوتکه یې د هوايي دفاع له لوري ویشتل شوې ده.

په دې پېښه کې د الوتکې د عملې درېیو کارکوونکو په ګډون لس تنه وژل شوي دي.

یوګیني پریګوژین په ۲۰۱۴ زېږدیز کال واګنر ډله جوړه کړه، چې اوس مهال شاوخوا ۲۵ زره وسله‌وال لري.

نوموړي د روان کال په تېره جون میاشت کې د روسیې پر ضد د وسله‌وال بغاوت مشري هم کوله، چې یو ښارګوټی یې لاندې او د پلازمېنې مسکو پر لوري یې د تلو ګواښ وکړ.

یاد بغاوت وروسته بیا د یوه جوړجاړي له مخې پای ته ورسول شو.