د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې له سعودي مېشتو افغان علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو په هېواد کې د سراسري امنیت په تامین او د اسلامي احکامو په تنفیذ خوښي ښودلي.
دغه راز یې ویلي، چې علما د ټولنې په اصلاح او د عامه اذهانو په روښانولو کې اساسي رول لري او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامی امارت د زیاتو هڅو او سرښندنو په پایله کې په هېواد کې امینت تامین شوی او علماوو په دې برخه کې اساسي رول ترسره کړی دی.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، د خلکو ترمنځ د یووالي په رامنځته کولو او د عامه افکارو په روښانولو کې علما مهم مسولیت لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت به د ملت ستونزو په حلولو کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

