ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې یو ځل بیا له یوې ودانۍ سره ډرون الوتکه جنګول شوې

د راپورونو پر اساس د روسیې پلازمېنې مسکو کې یو ځل بیا له یوې ودانۍ سره ډرون الوتکه جنګول شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

روسي چارواکي وايي، چې د دې پېښې تر څنګ یې هوايي دفاعي سیسټم مسکو کې دوې نورې ډرون الوتکې وېشتلې او را غورځولې دي.

ویل کېږي مسکو کې دا شپږم پرله‌پسې برید دی، چې روسیه یې پړه پر کیېف اچوي، خو اوکرایني چارواکي د تل په څېر چوپ پاتې دي.