په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ يوناما مرستیال مارکس پوتزل د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شيرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې شيرمحمد عباس ستانکزي د یوناما مرستیال او مل پلاوي سره یې د يو لړ سياسي موضاعاتو ترڅنګ په بانکي محدوديتونو، کوکنارو کښت او قاچاق مخنيوي او په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون په تړاو یې هر اړخیزې خبرې کړې.
د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي او د نړۍ سره د ډيپلوماتيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل او له مقابل لوري څخه یې د ورته اقدام هيله کړې.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر او د روږدو کسانو درملنه پيل شوې، دغه راز د نشيې توکو په پېر او پلور بندېز لګېدلی کوم چې د نړيوالې ټولنې په ګډون د اسلامي امارت ګډ مسوليت دی.
ښاغلي ستانکزي د يوناما استازولۍ څخه غوښتې، چې د کوکنارو د کښت د بديل په ترويج کې، د بانکي محدوديتونو په لرې کولو او د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.
د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال د افغانستان اسلامي امارت دغه هڅې ستايلي او زياته کړې یې ده، چې یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړيوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي.

