ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون نوبتي غونډه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د شخصیتونو راستنولو کمېسیون خپله نوبتي غونډه کړې .

په دې غونډه کې د یاد کمېسیون مشر او غړو یې هېواد ته د تېرې ادارې د یو شمېر پخوانیو مقاماتو، علمي او فرهنګي شخصیتونو پر بېرته راستنېدو او د هغوی پر وړاندیزونو خبرې کړې.

دغه راز په غوڼده کې د یاد کمېسیون د فعالیتونو پر ښه والي او لاسته راوړنو بحث شوی، چې چارې یې مثبتې ارزول شوې.

یاده غونډه داسې مهال ترسره کیږي، چې د دې کمېسېون په هڅو د ۶۰۰ په شاوخوا کې د تېرې ادارې کارکونکي هېواد ته راستانه شوي.