د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني روزګان ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له څلورمې رواحه لوا او د هغه ځای د کنډک له قوماندانانو سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ ویلي، چې موږ د موقف لپاره قرباني نه ده ورکړې بلکې زموږ هدف د اسلامي ارشاداتو د ساتنې او په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت و.
دغه راز امنیتي ځواکونه یې صبر او زغم ته رابللي او ټینګار یې کړی، چې د نظام د پايښت لپاره خپلي هلي ځلي جاري وساتئ او له صبر او زغم څخه کار واخلئ.

