د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو لوی رییس مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ با صلاحیته پلاوی چې ملتیا یې د بشري سرچینو، دعوت او ارشاد، مالي او حسابي چارو او د اداري خدمتونو رییسانو کوله، په غزني کې د شهیدانو د کورنیو لپاره د وقف شوې ځمکې د مساحت معلومولو او رسمي تصرف چارې پیل کړې.
دغه ۵۰۰ جریبه ځمکه چې د شهیدانو کورنېو ته د ښارګوټي جوړولو په موخه په غزني کې وقف شوې د دې پلاوي په وسیله یې د عملي تصرف او مساحت معلومولو چارې پیل او د یادې ځمکې ټول قانوني مراحل به یې تر څارنې لاندې وي.
دغه راز یاده ځمکه به د یوې مشخصې تګلارې پر بنسټ د کور او ښارجوړونې وزارت او د دې ولایت ښاروالۍ په همغږۍ د نقشې جوړونې چارې پر مخ یوړل شي، چې وروسته به د دې ځمکې نمرې د یو منظم پلان له مخې د شهیدانو پر مستحقو کورنیو وویشل شي.

