ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین: اسلامي امارت افغانستان د پرمختګ په لور روان کړی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني روزګان ولایت ته رسمي سفر کړی.

نوموړي نن ورځ د دې ولایت له ولسونه سره په یوه پراخه غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.

خلیفه سراج‌الدین حقاني په یاده غونډه کې د روزګان ولس مجاهد ولس یاد کړی او د اشغال پر وړاندي یې د دوی مبارزې او سرښندنې ستایلي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې موږ د موقف لپاره قربانۍ نه دي ورکړي، بلکې زموږ قربانۍ د کتاب الله او د اسلامي ارشاداتو د ساتلو او اسلامي نظام حاکمولو لپاره وې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت افغانستان د پرمختګ پر لور روان کړی دی.

ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی، چې په روزګان ولایت کې به د روغتیا، ښوونې، لویو لارو، د بندونو جوړولو او بیا رغونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.