ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوکراین ته ایف۱۶ جنګي جېټ الوتکې ورکول کېږي

د راپورونو پر اساس هالنډ او ډنمارک د ځانګړو شرایطو له پوره کېدو وروسته اوکراین ته ایف۱۶ جنګي جېټ الوتکې ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یادو هېوادونو دا پرېکړه تاریخي بللې او ویلي یې دي، چې دا کړنه د اوکراین لپاره قوي ملاتړ دی، تر څو د روسیې په مقابل کې خپله دفاعي تشه ډکه کړي.

تر اوسه نه ده معلومه چې هالنډ به کیف ته څومره ایف۱۶ جنګي جېټ الوتکې ورکړي، خو ډنمارک بیا تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې د ۱۹ جېټ الوتکو د ورکولو ژمنه کړې ده.