د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست ولایت د بېلا بېلو سیمو له یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مجاهدينو د خوست د امنیت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د اشغال پاي ته رسولو او د اسلامي نظام قایمولو لپاره مو چې څومره قربانۍ ورکړې دي له دې زیات د اسلامي نظام ساتنې لپاره هر ډول قرباني ته چمتو یو.
دغه راز مخورو د ولس له بېلابېلو اقشارو سره د اسلامي امارت د مشرانو لیدنې مثبت ګام بللی او ویلي یې دي، چې ټول ملت په دې کار له اسلامي امارت څخه خوښ دی.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مشرانو او مجاهدینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خوست د مجاهدینو او ولس قربانۍ ستايلې او ویلي یې دي؛ افغانستان کې د قومونو یووالی د اسلامي امارت د بریا سبب شو او په وینا یې حکومت هڅه کوي، چې د قومونو ترمنځ یووالی او اتحاد لا پياوړی کړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو قربانۍ نه هېروي او په اسلامي نظام کې د ټولو سرښندنو ته د قدر په سترګه کتل کېږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د حکومتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي او ولس خپلې غوښتنې او مشورې له مسولینو سره شریکولای شي.

