د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت له ریيس دوکتور عباس رسول زاده فرساد سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ، لېږد او وېش په برخه کې د پانګونې په موخه د دوه اړخیزې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړی.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د یاد شرکت د پانګونې له لېوالتیا څخه د هر کلي ترڅنګ، د یاد شرکت مسولینو ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړی.
ورته مهال، د دې شرکت مسولینو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی.

