د افغانستان اسلامي امارت له لوري د انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۴مه کلیزه د رياست الوزرا، سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي او د کورینو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابينې یو شمېر نورو غړو او مجاهدینو په شتون کې په ملي دفاع وزارت کې ونمانځل شوه.
د مراسمو په پیل کې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله، د مبارکۍ پيغام حاضرینو ته وړاندې شو.
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد دغه مراسمو ته د ښه راغلاست په وینا کې ویلي، په خپل ټول توان سره هڅه کوو چې افغانستان بيا د جګړو او تاريکیو لوري ته ونه ګرځي.
په یادو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ډېرې د ازادۍ ورځې لري خو کومه د ازادۍ ورځ چې د اسد میاشتې له ۲۴مې سره برابره ده، په تاریخ کې بې سارې ده.
په همدې حال کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په یادو مراسمو کې ویلي؛ د خوشحالۍ ځای دی، چې سږ کال د خپلواکۍ کليزه په داسې حال کې نمانځو، چې په هېواد کې بشپړ امنيت او اسلامي نظام حاکم دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني دې مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي، چې د ښکېلاک ګرو په وړاندې د جهاد او مبارزې په برخه کې د ديني عالمانو رول د پام وړ وو او د دوی د غوره رهبرۍ برکت وو چې افغانان يې خپلواک ساتلي دي.
د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت په ملتیا د خپلواکۍ څلي باندې د ګلو ګيډۍ کېښوده، چې لهدې سره سم د ملي دفاع وزارت الوتکو او چورلکو د کابل پر آسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې.

