ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: افغانستان به په سیاسي ډګر کې له نړۍ سره سیال کړو

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۴مې کلیزې په نمانځغونډه کې چې په دفاع وزارت کې جوړه شوې ویلي؛ اسلامي امارت به افغانستان په سیاسي ډګر کې داسې وځلوي، چې له نړۍ سره سیال شي او له اقتصادي اړخه به یې هم پر ځان بسیا کړي.

سياسي مرستيال زیاته کړې؛ له نشه‌يي توکو څخه پاک او امن افغانستان د ټولې سيمې او نړۍ په ګټه دی او نړيوال بايد د همدې موخې لپاره له اسلامي امارت سره لا ښه تعامل ته را وړاندې شي.

مولوي عبدالکبير دغه راز ویلي، چې نړۍ اوس په دې پوه شوې، چې له اسلامي امارت سره تعامل په سيمه او نړۍ کې د ډاډمن امنيت او ثبات لپاره تر ټولو غوره او ښه لاره ده.

سياسي مرستيال د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د مبارزې هدف د اشغال ختم او اسلامي نظام حاکمول وبلل او زیاته یې کړه؛ اوس چې دغو موخو ته رسېدلي يوو بايد په ټولو برخو کې د ځان بسياينې لپاره هڅه وکړو.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال په یاده غونډه کې ویلي،  چې له ايران سره د خبرو له لارې د اوبو د شخړو حل کول د اسلامي امارت د ښه سياست او غوره تعامل ښکارندويي کوي.

د ریاست ‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په وینا؛ د اسلامي امارت د سالمې پاليسۍ له مخې دم‌ګړۍ له نورو هېوادونو سره د خوراکي او سوداګريزو توکو د لېږد را لېږد لړۍ په ښه ډول پرمخ روانه ده او اټکل دا دی، چې سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله يو میليون مټريک ټنه څخه ډېرغنم لاسته راشي.