ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اقتصادي او سوداګریز تعامل د اسلامي امارت لومړيتوب دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د نوي کابل پروژې د عملي کار پيل مراسمو پرانېسته کې ویلي؛ دا د افغانستان يو له انکشافي پروژو څخه ده، چې کورنيو او بهرنيو پانګه والو ته ښه زمينه برابروي او له بل لوري په هېواد په ځانګړي ډول کابل کې د استوګنې کورنو ستونزې ته د پای ټکی ږدي.

نوموړي زياته کړې، چې د نوي کابل پروژه په درېيو جلا فازونو وېشل شوې او د جوړولو موخه يې په عالي معيارونو د ښارونو لرل او د زرګونه کورونو برابرولو په اسانتیا سربېره د سوداګرۍ او همداراز د کارموندنې او سالم ژوند زمینه برابرول دي.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ د دې پروژې په تطبیق سره به په اوسني کابل ښار کې د نفوسو تراکم او د سرپناه کموالی کم او موجودې ترافيکي او د چاپيريال ستونزې حل شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې د اسلامي امارت په حاکميت سره د دې پروژې پر وړاندې شته ستونزې حل شوې او پانګوال په ارامه زړه پانګونه کولای شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اقتصادي او سوداګریز تعامل د اسلامي امارت مهم لومړيتوب دی.

ښاغلي حنفي له ملي سوداګرو غوښتي، ترڅو د هيواد په جوړولو او بيارغونه کې برخه واخلي او افغانانو ته د کارموندنې زمينه رامنځته کړي.