ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نوي کابل ښار پروژې عملي چارې پیل شوې

د کابل اوسني ښار شمال لور ته د نوي کابل ښار پروژې عملي چارې پیل شوې.

د دې پروژې په پرانیست غونډه کې د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و او دا ستره حیاتي پروژه یې د افغانستان لپاره مهمه او ارزښتناکه ګڼلې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسولینو د نوي کابل ښار پروژې پرانیست غونډه کې ویلي، چې د یادې پروژې ماسټر پلان به په ۱۵ کلنو کې په دوو پړاوونو کې پلی شي.

دغه راز په لومړي پړاو کې به یو نیم میلیون خلکو ته ۲۵۰ زره د استوګنې کورونه جوړ شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې د کابل نوی ښار به د ننني عصر له ټولو امکاناتو برخمن وي او د دې پروژې په پيلېدو سره به ګڼو هېوادوالو ته د کار او پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره شي.

د نوموړي په وینا؛ د یادې پروژې په پلي کیدو سره به په اوسني ښار کې تر ډېره بریده ګڼه ګوڼه کمه شي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سوداګر او پانګوال مکلف ګڼلي، تر څو د هېواد په ابادي کې له نظام سره ونډه واخلي او ویلي یې دي، چې د دې ملي پروژې په پلي کېدو سره به تر ډېره ترافیکي او چاپېریالي ستونزې حل شي.

د چارو ادارې لوی رییس شيخ نورالحق انور ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه جدي او ګړندۍ هڅې کوي، تر څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اوسني نظام ټول مسولين دهېواد ملي ګټو ته ژمن او دولس له دردونو خبر خلک دي او دوی په عمل کې هم ثابته کړې، چې افغانستان پر خپلو پښو دروي او د نننۍ پروژې پيل يې ښه بېلګه ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې خپل خلک له اقتصادي ستونزو داسې وژغوري لکه له اشغال څخه یې چې وژغورل.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په کمه موده کې اوچت اقتصادي ګامونه اخيستي او دا خبره يې په عمل کې ثابته کړې، چې د افغانستان ودانولو ته ژمن دی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم د یادې پروژې پرانیست غونډه کې ویلي؛ اوس هغه وخت را رسېدلی، چې اسلامي امارت د خپلو شهيدانو او افغان ولس د ارمانونو پوره کولو ته مټي را ونغاړي او افغانستان ودان کړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست مولوي دين محمد حنيف ویلي؛ هغه کسان چې نن په افغانستان کې پانګونه کوي د خپل هېواد آبادۍ ته ژمن خلک دي.

د ښاغلي حنیف په وینا؛ هغو افغانانو چې په بهر کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې، که ۲۰ سلنه یې په هېواد کې وکړي، ټر ډېره به د افغانانو ستونزې ورسره حل شي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به له اسلامي امارت سره د نړۍ د لا غوره تعامل او شته ستونزو د له منځه وړلو شاهدان واوسو.

نوی کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ ټولې سيمې او شکردرې، قره باغ، ستالف او کلکان ولسواليو يو شمېر سيمې او د پروان بګرام ولسوالۍ د باریک آب سيمه په بر کې نيسي.

یاد ښار ۷۴۰ کیلو متره مربع مساحت لري، چې له اوسني ښار څخه کابو ۱.۵ چنده لوی دی.