د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د خصوصي روغتونونو اتحادیې له استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مسولینو ویلي، چې د دې ناستو موخه ستاسو د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو اورېدل او د حل په موخه یې له چارواکو او مسولینو سره شریکول دي.
د خصوصي روغتونونو اتحادیې استازو د اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو سربیره یې خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړې.
یادو استازو ټینګار کړی، چې بهر ته د تلونکو نارغانو مخنیوي لپاره خپل خدمات لا پياوړي او معیاري کوي، تر څو هېوادوال نورو هېوادونو کې درملنې ته مجبوره نه شي.
په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمداسحاق ډاکتران د هېواد لویه پانګه بللې او ویلي یې دي، چې فساد له منځه تللی او هڅه کوو چې پاتې ستونزې هم ژر تر ژره حل شي.
د خصوصي سکټور د همغږي رییس ډاکټر احمد خندان ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته خصوصي روغتونو ته په اړوند برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ که څوک د روغتیا په سکټور کې پانګونه کوي، د روغتون د جوړولو لپاره ځمکه ورکوي، چې پروسه یې تر پخوا اسانه شوې ده.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، موږ د ډاکترانو د خدماتو قدرداني کوو، ځکه چې د خلکو د ژوند او روغتیا په برخه کې هڅې کوي.
ښاغلي ملا عبدالواسع ټینګار کړی، چې عامې روغتیا وزارت دې د خصوصي روغتیایي سکټور چارې وارزوي او دوی دې خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړي او اړینې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټرانو ته په خطاب کې ویلي، له تاسو غواړو چې د درملنې په موخه بهر ته تلونکي ناروغان راوګرځوئ او دا هغه مهال کېږي چې اعتماد رامنځته شي او په وینا یې په خدماتو کې د ډاکټرانو له لوري اساني او ارزاني پر دوی د ناروغانو د باور جوړولو کې مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت له لوري ډېرې اسانتیاوې راغلې او د ستونزو د حل په موخه به نورې اړینې اسانتیاوې هم رامنځته شي. د سهولیت په موخه به ستاسو غوښتنې، وړاندیزونه له رییس الوزرا او د اړتیا پرمهال له عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله سره شریکې کړو.
ډاکټر ملا عبدالواسع: روغتیايي برخه کې به لا نورې اسانتیاوې رامنځته شي

