ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت د سیمي له هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د اشغال پر وړاندې د بریا د دویمې کلیزي په مناسبت له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د اسلامي امارت ټوله مبارزه یوازې او یوازې د اشغال پای ته رسول او د اسلامي نظام قایمول ښودلي، چې له نېکه مرغه هغه ویاړ ترلاسه شوی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د تېرې ادارې څخه له ترلاسه شویو وسایطو د ملت د خدمت لپاره ګټه اخیستل شوې او هېوادوالو ته دا روحیه ورکړل شوې، چې هېواد د بل پر مټ نه بلکې باید پر خپلو هڅو یې اباد کړو.

“له تېرې ادارې څخه چې کوم وسایط زموږ په واک کې راغلي، په دې دوو کلنو کې مو د ملت د خدمت لپاره ګټه ترې اخیستې.

دغه راز تېرو دوو کلنو کې زموږ مزل ډیر پیاوړی وو، ځکه افغانان دې ته اماده شول چې د هېواد ابادولو کې خپله لاس په کار شي او دوی ته دا روحیه ورکړل شوه، چې هېواد د بل په مټ نه، بلکې خپله یې باید د ابادولو هڅه وکړو. “

مولوي ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټولو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد وکاروي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره په بې طرفه او ډیپلوماټیکو اصولو ولاړې او متوازنې اړیکې غواړي.

“اسلامي امارت هېچا ته اجاره نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکاروي.

دغه راز اسلامي امارت د سیمي له هېوادونو سر بې طرفه، په سیاسي او ډیپلوماټیکو اصلو ولاړې او متوازنې اړیکې غواړي. “

د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ هغه هېوادونه چې ۲۰ کاله یې افغانستان اشغال کړی و او له ماتې سره مخ شول د افغانستان په پرمختګ، امنیت اونورو لاسته راوړنو سترګي پټوي او د نورو هېوادونو پر وړاندې یې د افغانستان په رسمیت پیژندلو کې خڼد رامنځته کړی.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد په هېواد کې بي روزګاري او غربت د تېرو څلورو لسیزو جکړو پایله ګڼلې او ډاډ یې ورکړی، چې په دې برخه کې د هېوادوالو د ستونزو حل لپاره هڅې روانې دي.