د اسلامي امارت د واکمنۍ دویمه کلیزه په ارګ کې ونمانځل شوه
د اسد ۲۴مه د اسلامي امارت د واکمنۍ له دویمې کلیزې سره برابره ده. دوه کاله وړاندې پر همدې ورځ د اسلامي امارت ځواکونه پلازمېنې کابل ته ننوتل او په ارګ یې سپین بیرغ ورپاوه.
په دې ورځ هېواد په بشپړ ډول خپلواک شو او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو کې یې ازادي واخیسته.
نن دوه کلونه پوره شول، چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن دی.
اسلامي امارت او ټول افغانان دا ورځ د اشغال پر وړاندې د افغانانو د شل کلنې مبارزې د بریا په نوم نمانځي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په دې نمانځغونډه کې ویلي، چې د اوسني نظام ساتنه پر ټولو افغانانو د لمانځه په څېر فرض ده.
نوموړي زیاته کړې، چې ولس له اسلامي امارت سره ولاړ دی او لوړ پوړي چارواکي د عادي هېوادوالو په توګه په ډاډه زړه بې له دې چې لارې او سړکونه ورته وتړل شي، تګ راتګ کوي.
ښاغلی دلاور همدا راز له ملت او ولس سره په ډېر ښه چلند ټینګار کړی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرستيال شيخ مدار علي کريمي بامياني د اشغال پر وړاندې د افغانانو د شل کلنې مبارزې د بریا د دویمې کلیزې په نمانځغونډه کې وايي؛ ۲۰ کاله وروسته د افغان ولس په بریا سره یو ځل بیا د افغانستان ملي حاکمیت رامنځته شو.
نوموړی زیاتوي، چې تېر ۲۰ کلن حاکمیت د بل چاه له لوري رامنځته شوی و.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني ویلي، چې ۲۰ کاله وروسته د افغان ولس په بریا سره یو ځل بیا د افغانستان ملي حاکمیت رامنځته شو.
حال دا چې تېر ۲۰ کلن حاکمیت د بل چا او پردیو له لوري رامنځته شوی و.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې ویلي، چې په ۲۰ کلنه دوره کې پر افغان بې ګناه ولس بې شمېره بمونو وورېدل، ګڼ شمېر شهیدان شول او د همدې زور زیاتیو له امله د ژوند له ټولو امکاناتو بې برخې وو.
ښاغلی حنفي زیاتوي، چې د هېواد په ازادي او د اسلامي امارت په حاکمېدو سره اوس د افغانانو، سر مال او عزت خوندي شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ افغانستان کې د بيان ازادي شته او رسنۍ هم فعالې دي، خو هېچا ته د توهین، تحقير، تفرقه اچوونې او داسې خپرونو اجازه نه ورکول کېږي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف وي.
د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري وايي، چې تېر۲۰ کاله افغانستان يو اشغال شوى هېواد و، د هېواد سياسي برخليک د بهرنيانو له خوا ټاکل کېده او زموږ لپاره به زموږ پر ځاى بهرنيانو پرېکړې کولې.
چې له نېکهمرغه د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان خپلواک شو او خپلې ټولې پرېکړې خپله کوي.
د اطلاعاتو او کتلور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه له امریکايي اشغاله د افغانانو خپلواکي او ستره بریا د ټولو افغانانو لپاره ویاړ او بریا ګڼلي او ویلي یې دي؛ له هېواده بهر ورانکاره کړۍ باید پر دې پوه شي چې دا اسلامي نظام تلونکی نه دی، بلکې د افغان مسلمان ملت په ملاتړ مخ پر وړاندې روان دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره اشغال پای ته ورسېد، فساد ختم شو، د قدرت جزیرې له منځه یووړل شوې، د هېواد د تجزيې مخه ونيول شوه او په ټول هېواد کې سراسري امنيت تامين او اسلامي نظام واکمن شو.
د چارو ادارې لوی رییس شیخ الحديث مولوي نورالحق انور په یاده غونډه کې ویلي؛ افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د تاريخ په اوږدو کې څو ځلې د ظالمانو او اشغالګرو له لوري اشغال شوی، خو د افغان مسلمان او غيور ولس د سرښندنو او قربانيو په پايله کې يې ماتې خوړلې او له هېواده شړل شوي دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په یاده غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت په عمومي بښنې سره ۱۴۰۰ کاله وروسته بیا ځلي نړۍ ته نبوي اخلاق ور وښودل او ټولې نړۍ ترې درس واخیست.
نوموړي زیاته کړې، چې تېره شل کلنه دوره کې افغانستان ته میلیونونه ډالر راغلل، خو بیا هم په هېواد کې کوم پر مختللی روغتون جوړ نه شو او نه هم داسې کومه فابریکه جوړه شوه، چې سلګونه او زرګونه کسانو ته د کار زمینه پکې برابره شي.
د ښاغلي متقي په وینا؛ دا د ملت د یووالي، وحدت او قیادت پایله ده، چې نن داسې اسلامي نظام لرو.
د یادولو وړ ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د شل کلنې مبارزې د بریا دویمه کلیزه په شانداره مراسمو ونمانځل شوه او د افغانستان په تاریخ کې دا یوه زرینه ورځ ګڼل شوې ده.
په دې ورځ هېواد له څو لسیزو بدبختیو خلاص او یو ځل یې بیا د ارام ساه واخیسته.

