د کابل والي د ښار د هوټلونو ټولنې له استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کابل ښار د هوټلونو تولنې مشر او یو شمېر غړو د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د حل غوښتونه یې کړې.
ښاغلي خالد د هوټلونو ټولنې استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه کړې او د حل ډاډ یې ورکړی.
د کابل والي ویلي؛ هوټلونه د اوسني وخت یوه اړتیا ده او زیاته کړې یې ده، چې د همدې هوټلونو په جوړېدو سره ښاریانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي، چې یو ښه اقدام دی.
شیخ محمد قاسم خالد په دې لیدنه کې دغه راز ټینګارکړی، چې هوټلونو کې له با کیفیته توکو څخه کار واخیستل شي او د هېوادوالو روغتیا ته دې پکې پاملرنه وشي.

