د رياست الوزرا د دفتر لوی ریيس ډاکتر ملاعبدالواسع د فارياب له يو شمېر علمای کرامو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د رياست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع علما ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د اسلامي امارت مسولينو دروازې د ټول ملت په پر وړاندې پرانيستې دي.
یادو علمای کرامو د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان د ټولو قومونو په اتحاد او يووالي ټينګار کړی او په مختلفو برخو کې یې خپلې ستونزې د رياست الوزرا د دفتر له لوی ریاست سره شريکې او د حل غوښتنه يې کړې.
ښاغلي ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، چې اسلامي نظام د ديني عالمانو په فتوا او مشورو مخ ته ځي او په تېرو دوو لسيزو کې یادو علماوو د اشغالګرو پر وړاندې جهاد کې پياوړی رول درلود او ټولو په دې لاره کې قرباني ورکړې.
نوموړي زیاته کړې، له تېر څخه ډېرې ستونزې پاتې دي، چې اسلامي امارت یې د حل او افغانانو ته د خدمت لپاره هڅه کوي.
د رياست الوزرا د دفتر لوی ریيس ویلي، د اسلامي امارت مسولين د علماوو او مختلفو قومونو ټولې مشورې په ورين تندي مني.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت د شته امکاناتو په درلودلو سره به د خلکو ستونزو حل لپاره لازم ګامونه واخلي او په وینا یې یادې ستونزې او وړانديزونه به د اسلامي امارت له رهبري سره شريک کړي.

