د کندهار د سوداګرۍ او صنعت رییس سید محمد سرور اماني وايي؛ ۳۰۰ کارخونو جوازونه اخیستي، چې له جملې څخه یې ۱۸۰ فعالې دي او شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو ته پکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوی.
نوموړي زیاته کړې؛ په تېرو وختونو کې۱۵۰ فابریکې فعالې وي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ۳۰ نورو هم فعالیت پیل کړ.
د ښاغلي اماني په وینا؛ په صنعتي پارک کې د سنوفارما د دوا جوړولو ستري فابریکې د هېواد په کچه فعالیت پیل کړی، همدارنګه د سمنټو او ټوکر جوړولو فابریکو ساختماني چاري روانې دي، چې د هېواد په کچه به سترې فابریکې وي.
د اسلامي امارت د راتګ څخه مخکې په صنعتي پارک کې فابریکې د بندېدو په حال کې وې، چې اوس مهال د صنعتکارانو د ستونزو په حل کېدو سره یې د بندېدو د مخنیوي تر څنګ د فعالېدو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ او صنعت رییس ښاغلي اماني زیاته کړې، چي موږ په لسو سکټورونو لکه پي وي سي پیپونو، د میوو جالۍ، پلاستیکي اجناسو، چپلکو او بوټونو، لبنیاتو، د اوسپني ویلي کېدو، زراعتي سامان الاتو، صابون او شامپو برخو کې په ځان بسیا شوي یو او له نورو هېوادونو سره په دې برخو کې سیالي کولای شو.
ورته مهال ښاغلي اماني د اسلامي امارت له اړوندو مسولینو غوښتې، تر څو په یادو برخو کي د وارداتو مخنیوی وکړي.
د نوموړي په وینا له صنعتي پارک څخه اوس مهال صابون، جوس او تازه میوه نورو هېوادونو ته صادریږي.

