ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تېکوانډو افغان لوبغاړي د سرو زور مډال خپل کړ

د تېکواندو افغان لوبغاړي علي اکبر امیري د لومړي ځل لپاره په نړیوالو لوبو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.

د افغانستان د تېکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي علي‌اکبر امیري د سویلي کوریا د تېکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو تاریخي مډال ګټلی.

نوموړي د جنوبي کوریا په روانو نړیوالو سیالیو کې خپل کاناډايي، قزاقستاني، کوریايي او نایجیریايي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی.

امیري لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال خپلوي.

رامین امیري د دې سیالیو یو بل لوبغاړی دی، چې په دوو پرله‌پسې رونډونو کې یې خپل دوه سیالان مات کړي او منځلوبې ته یې لاره پیدا کړې ده.

د تکواندو یادې سیالۍ د جنوبي کوریا په چون چان ښار کې روانې دي او له ۶۰ هېوادونو ۵۲۳ تکواندوکارانو برخه پکې اخیستې ده.