ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: زده کړو، مواصلاتي لارو او روغتیا ته لاسرسی د خلکو اساسي حقوق دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې یادو علماوو او مجاهدینو د دې ولایت د خلکو اجتماعي، امنیتي او اقتصادي مسایل د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریک کړې.

یادو علماوو له اسلامي امارت څخه غوښتې چې د جوزجان ولایت د ښوونې او روزنې، دیني مدرسو، مواصلاتي لارو او روغتیا برخو اړوند موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې جهاد او د اسلامي نظام د ټېنګښت په برخه کې د جوزجان ولایت د علماوو اومجاهدینو تکلیفونه ستایلي او ویلي یې دي، چې علماوو د اسلامي نظام د پیاوړتیا په برخه کې ستر مسولیت لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښوونې او روزنې، مواصلاتي لارو او روغتیا ته لاسرسی د خلکو اساسي حقوق بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت امکاناتو ته په کتو هڅه کوي چې پورته ذکر شویو ستونزو ته رسیدنه او د یادو موضوعاتو د حل په برخه کې اقدام وکړي.