ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټي اخېستنې ته وسپارل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي؛ د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر چتر لاندې د یو.این.ډي.پي مؤسسي په مالي ملاتړ د خیرکوټ ولسوالۍ په سیکانې سیمه کې، یو استنادې دېوال، چې جګوالي یي درې نېم متره او اوږدوالي کې د ۴۲۰ مترو په اوږدوالي او د سر روضي ولسوالۍ په سره پانګه سیمه کې د یوه سربند او استنادې دېوال د جوړولو چارې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.

د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د بیارغونې او بنیادې پروژې پیل شوي، چې ځېني یي ګټي اخېستنې ته سپارل شوي او د پاته نور به د کارونو د بشپړولو وروسته ګټي اخېستنې ته وسپارل شي، چې وړمه ورځ د دوو پروژو کارونه د شاوخوا شپږ میلیونو افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شوي.

د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رییس قاري فتح محمد ذاکر ویلي؛ د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند دسیکانې سمي یو استنادې دېوال د درې نېم متر په جګوالي او ۴۲۰ متر په اوږدوالي په یاده سېمه کې شااوخوا ۵۰ جریبه ځمګه د سېلابونو د تخریب نه ساتل شوي  همداشان د سر روضي ولسوالي اړوند د سره پانګه په سېمه کې هم یو دانه سربند جوړ شوي، چې شا وخوا ۵۰ جریبه ځمکه تېر خړوبه کیدې شي او یو ستنادې دېوال هم جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.

د یادې سیمي اوسېدونکي د پروژو په بشپړېدلو خوشاله دي او وایي؛ په یاد استنادې دېوال سره به د څښاک اوبو کاریزونه وساتل شي او په تېر کې به سېلاب په راوتلو سره مونږ خړي اوبه څښلې، چې زیات به د اوبو د څښل له امله مریضان او د سېلاب په راوتلو سره به کرنیزي ځمکي هم خرابې کیدلي، چې د یادو استنادې دېوالونو په جوړېدلو سره به دغه ستونزي حل شي.

د یادونې ده، د اوبو او انرژۍ ریاست د پکتیکا په اکثره ولسوالیو کې د اوبو ذخیروي بندونو سربیره بېلا بېلې پروژې پلي کړي، چې ځېني ګټي اخېستنې ته سپارل شوي او په ځېنو کارونه روان دي.