د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست کې د دولتي ادارو له ویاندویانو سره مشورتي او د همغږۍ غونډه ترسره شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد سربیره د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني او د دولتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې مولوي ذبیح الله مجاهد ویندویانو ته د معلوماتو د ورکړې تر څنګ ټینګار کړی، چې رسنیو ته پر وخت او کره معلومات ورکړئ او د رسنیو سره ښه همغږي ولرئ.
د کندهار اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني د ویاندويانو پر مسلکي چلند او رسنیو ته د کره معلوماتو په ورکولو یې ټينګار کړی.
د یادې غونډې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند د دولتي ادارو ویاندویانو ته د چارو د لا ښه والي په موخه هر اړخیزې سپارښتنې کړې.

