ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د رسټورانټونو له یو شمېر مالکانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کافتریا او قصر سلیمان، برګ کانټينینټال او بخارا رسټورانټونو مالکانو په خپل وار اړوند معلومات د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړي.

دغه راز د رسټورانټونو مالکانو په هېواد کې د دې برخې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې له دې لارې مراجعینو ته ښه خدمات وړاندې کوي.

د رسټورانټونو مسولینو زیاته کړې، چې د هېواد په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د کابل ښار رسټورانټونو بهرنیو مراجعینو ته د هېواد د اصیل کلتور د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لرلی دی او په وینا یې سلګونه هېوادوالو ته یې د کار زمینه  برابره کړې.

د کابل ښار د رسټورانټونو مالکانو له  اسلامي امارت څخه غوښتې چې د غوره خدمتونو د برابرولو لپاره په هېواد کې د رسټورانټدارۍ برخي ته ځانکړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې خصوصي سکتور په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول رسټورانټونو هېوادوالو ته د خدماتو برابرولو او کارموندنې په برخه کې هېڅ وخت دریغه نه ده کړې او په وینا یې، چې دا کار یې خپله د ستاینې وړ دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او شته امکاناتو ته په کتو به د پانګوالو د ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.