د افغانستان بانک مسولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدری په دې خبري کنفرانس کې ویلي، چې تېر کال کې د معقولو پولي سیاستونو په تطبیق سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له نرخ څخه په ښه ډول ساتنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالرو پر وړاندې ۴.۴ سلنه لوړ شوی، د انفلاسیون نرخ ۶ سلنه ټیټ شوی او د پولي پایې په دوران کې د پیسو او اسعاري زېرمو لپاره، ټاکل شوې موخې تر لاسه شوي دي.
د افغانستان بانک د پولي سیاسی لوی رییس احمد جواد سداد ویلي، چې د بانکوالۍ سکتور د پرمختګ او ټیکاو لپاره، په سوداګریزو بانکونو کې د مشتریانو پر امانتونو د محدودیتونو کچه راټیټه شوې، بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې او زاړه راټول شوي دي.
ښاغلي سداد ویلي، چې اوسمهال په بانکونو کې د نویو حسابونو په جوړوونکو هېڅ ډول محدودیت نشته او هر وخت له حساب څخه په هره اندازه پیسې اخیستلای شي.
د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ لوی رییس دوکتور محمد یوسف سلیم تېر کال د افغانستان بانک فعالیتونه د ۹۷ صرافیو او د پولي خدمتونو شرکتونو او ۵ الکترونیکي موسسو ته د جوازونو ورکول، په هېواد کې د اسلامي او برېښنایي بانکوالۍ د لا زیاتې ودې او پراختیا لپاره اغېزناکې هڅې او د افغانستان بانک د معلوماتي تکنالوژۍ د مسلکي کارکوونکو په هڅو د ICPSS/ACSS سیستمونو جوړول یاد کړي دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد په ټولو برخو کې د نقدیې تأمین او د افغانیو د ترویج برخه کې د پام وړ ګامونو پورته کول او د کورنیو او بهرنیو اداینو تصفیې او تسویې په برخه کې د بین البانکي سیستم له لارې په ټولیز ډول د ۶۵۱،۵۷۹ معاملو تر سره کول په تېر کال کې د افغانستان بانک له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

