د لغمان د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې لغمان سوپر کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړې او په یادو سیالیو کې یې پرلهپسې څلورمه بریا پر خپل نوم کړه.
په لوبه کې مهترلام ښاروالۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه کړې، چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف ورکړی وو.
لغمان سوپر کینګز لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغلې او د ټولو لوبغاړو په زیان یې یوازې ۱۴۹ منډې جوړې کړې، چې د ۳۵ منډو په توپیر یې ماتې خوړلې.
د مهترلام ښاروالۍ لوبډلې له لورې په توپ اچونه کې اشرف خان د ۲۹ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي سوځولي او د غوره لوبغاړي جایزه یې تر لاسه کړې ده.

