ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل-کندهار لویې لارې اړوند د دوراني-غزني سړک پروژې د بیارغونې چارې روانې دي.
یاد سړک چې ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د میدان وردګو ولایت له دوراني بازار څخه تر غزني ولایت پورې رسېږي.
د سړک دا پروژه د ټولګټو چارو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د ټول پلازا د محصول په بدل کې قرارداد شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د قیر اچوني چارې هم پیل شي.
د یادولو وړ ده، چې د کابل-کندهار لویې لارې په دې برخه (دوراني بازار-غزني) کې د ۱۳ پایو پلچکونو بیارغول هم شامل دي.
یاده پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته په مستقيم او غيرې مستقيم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

