ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې د ۶۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لغمان کې د کرنې او مالداري رییس مولوي محمد ولي محسن وايي، چې د دې ولایت په قرغیو ولسوالي کې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ د ۶۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰۵۰ متره د اوبو رسولو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي په وینا؛ یاد کانال د Roots of peace موسسې په تخنیکي همکاري په ۷۲ کاري ورځو کې په اساسي ډول جوړ شوی، چې ۵۷۰ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

د یادې پروژې په پرانیسته کې ګڼو ځايي مسولینو ګډون کړی و.

د سیمې خلکو یاده پروژه په قرغیو ولسوالۍ کې اساسي او بنیادي پروژه بللې او ویلي یې دي، چې د کانال په جوړیدو سره به یې ځمکو ته پر وخت اوبه ورسیږي او حاصلاتو کې به یې زیاتوالی راشي.