افغانستان کرېکټبورډ د پاکستان پر وړاندې د (( بیا میدان ګټو )) تر شعار لاندې ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
دوشنبه، د زمري پر ۱۵مه نېټه د افغانستان کرېکټبورډ غوراوي کمېټې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته خپله ۱۶ کسیزه ملي لوبډله د (( بیا میدان ګټو )) تر شعار لاندې اعلان کړه.
په دې لوبډله کې شاهد الله کمال او فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په کتار کې اخیستل شوي دي.
دغه نوملړ له پاکستان سره د تېرو شل اوریزو سیالیو له سکواډ سره خورا توپیر لري. په تېرو شل اوریزو سیالیو کې ګلبدین نایب، عثمان غني، کریم جنت، افسر ځاځی، شرف الدین اشرف، صدیق الله اتل او نوین الحق ته ځای ورکړل شوی وو، خو په اوسني نوملړ کې نه دي راغلي.
ځوان لوبغاړی نور احمد لکڼوال د تېر شل اوریز نوملړ برخه و، خو په یوه سیالۍ کې هم ورته د لوبېدو چانس ورنه کړل شو. مګر په نوي سکواډ کې بیا هم نور احمد ته چانس ورکړل شوی دی.
وفادار مومند ته په شل اوریزو سیالیو کې چانس نه و ورکړل شوی، خو د نوي نوملړ برخه دی.
د افغانستان کرېکټبورډ غوراوي کمېټې مشر اسد الله خان د پاکستان پر وړاندې نوي اعلان شوې لوبډلې په اړه وايي، چې تازه اعلان شوې لوبډله خالیګاوو او د لوبغاړو فېټنېس ته په کتو جوړه شوې ده.
همداراز اسد الله خان د راتلونکو سیالیو په اړه ویلي، چې دغه سیالۍ به اسیا او نړیوال جام ته د لوبغاړو په چمتووالي کې مرسته وکړي.
نوې اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، راشدخان، محمد نبي، رحمت شاه، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدران، مجیب الرحمان، نور احمد، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، ریاض حسن، اکرام علیخېل، عظمت الله عمرزی، سلیم ساپی، فضل الحق فاروقي او وفادار مومند شامل دي.
شاهد الله کمال او فرید ملک په احتیاطي لوبغاړو کې نېول شوي دي.
روزي خان خپلواک

