ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې یووالی مو له منځه یوسي

د قومونو او قبایلو چارو وزارت د میدان وردګو ولایت له قومي مخورو سره د همغږۍ او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه یوه پراخه ولسي غونډه وکړه..
په یاده غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري او یو شمېر نورو چارواکو، ځايي مسولینو، قومي مشرانو او علمای کرامو ګډون کړی و.
د میدان وردګو مرستیال والي حافظ سیدالرحمن راغلي پلاوي او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د یاد ولایت ټول قومونه د یووالي او امن په ټغر راټول دي.
نوموړي د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپله دنده بللې ده.
غونډې ته راغلیو قومي مشرانو د ولسونو تر منځ یووالی، سراسري امنیت او قومي شخړو هواري په برخه کې د اسلامي امارت هڅې بې سارې بللي او ویلي یې دې، چې د امن له برکته د هر چا مال، ځان، عزت خوندي دي او ټول قومونه د ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.
دغه‌راز دوی د یاد وزارت له پلاوي څخه غوښتې، چې د سنګلاخ او چک بندونو رغولو، ۲۰۰ بستریز روغتون د کارونو پیلولو، محرومو سیمو او نورو پراختیایي کارونو ته پاملرنه وکړي.
د دې تر څړګ د جرګو او قبایلي چارو مرستیال اسلامي نظام د الله ج یوه پیرزوینه بللې او ویلي یې دي، چې د دې غیور ولس په اتفاق او سرښندونو دا هېواد له غربي ښکلاک څخه پاک او اسلامي نظام پکې قایم شو.
وروسته د یاد وزارت مسلکي معین ښاغلي قادري ویلي، چې له ولس سره د ناستو موخه مو د دوی تر منځ د وحدت ټينګول دي.
نوموړي له مېشتو قومونو غوښتي، چې د اسلامي امارت تر څنګ ودرېږي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د اشغال پر وړاندې د یاد ولایت قربانۍ بې ساري بللې او ویلي یې دي؛ د افغانستان ټول قومونه او ملیتونه د دې هېواد سرمایه ده او موږ هېچاته اجازه نه ورکوو، چې یووالی مو له منځه یوسي.
ښاغلي نوري د دوی د ستونز د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د بند اړوند پروژې یې منظورې شوي دي او نورو ستونزو ته به یې جدي پاملرنه وکړي.

د دې تر څنګ ملا نورالله نوري د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د میدان‌وردګو ولایت سیداباد ولسوالي ټوپ دښته کې د یوه لوی جومات پرانیست غونډه کې ګډون کړی.
یاد جومات د یوه ملي سوداګر په مالي لګښت جوړ شوی، چې د لویې لارې مسافرو ته د اوداسه اوبو د سهولت، د ښځينه لمونځ کوونکو ځانګړې برخې درلودلو تر څنګ په يو لړ نورو اسانتياوو په لرلو سر په خورا لوړ معيار جوړ شوی او پر يوه وخت د ۱۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري.
د یاد مسجد د افتتاح پر مهال ښاغلي نوري ویلي؛ د افغانانو د اسلامپالنې یو لوی ثبوت دی، چې د اسلامي مقدساتو د رغونې په برخه کې خپل مال مصروفوي. نوموړي د هیواد له ټولو ملي سوداګرو غوښتي، چې د هېواد پراختیا او رغونې په برخه کې دې کار وکړي او خپله پانګه دي د خپلو خلکو د هوساینې په برخه کې مصرف کړي.