د افغانستان فوټسال ملي لوبډله سبا دوشنبه ( د زمري ۷مه ) د لویو وچو ترمنځ فوټسال سیالیو کې ګډون کوي. کانټينېنټل فوټسال سیالۍ د ټایلینډ په کوربتوب د افغانستان، جمهوري چک، ماینمار، جزایر سلیمان، او موزامبیک تر منځ ترسره کیږي.
دغه سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي، چې افغانستان په بي ګروپ کې له چکجمهوریت او موزامبیک سره مخ کیږي. افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه کې سبا دوشنبه ( د زمري ۷مه ) د چک جمهوریت پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
دا لوبې د ټایلینډ په کوربتوب د زمري ۷پر ۷مه پیلیږي، چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.
فوټسال ملي لوبډله په کانټينېنټل سیالیو کې ګډون کوي

