ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل-کندهار لویې لارې اړوند د شهر صفا-مانجه سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په لارښوونه د دغه وزارت د تخنیکي رییسانو یو پلاوی جنوب غربي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په زابل ولایت کې د کابل-کندهار لویې لارې اړوند د شهر صفا-مانجه سړک پروژې د ترميم او بیا رغونې له کار څخه د نیږدې لیدنه کړې او د یادې برخې د قیر اچونې چارې یې پیل کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د شهر صفا-مانجه سړک، ٣٧.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۴ پايې پلچکونه، تر ٢٠٠ متره زیات معبرونه او ١١٠ متره د استنادي دیوالونو ترمیم  پکې شامل دي.

د سړک دغه پروژه، د ټولګټو چارو وزارت له لوري له یوه خصوصي ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د معادن په بدل کې قرارداد شوې، چې دا مهال یې د قیر اچونې کار دوام لري.