د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دولتي ډالیو په قضیه کې د محکمې په امر نیول شوی او په درې کاله بند محکوم شوی دی.
نوموړی د محکمې له پرېکړې سره سم د پنجاب پولیسو پخپل کور کې نیولی.
د عمران خان مدافع وکیل انتظار حسین یې نیول تایید کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی د پولیسو له لوري لاهور کې په خپل کور کې نیول شوی دی.
یوې پاکستاني محکمې ویلي، چې پر عمران خان لګول شوي تورونه ریښتیا ثابت شوي او په درې کاله بند محکوم شوی دی.
پر نوموړي تور و، چې د واکمنۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ پلورلې دي.

