د راپورونو پر اساس د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف غواړي، چې راتلونکې چهارشنبه د دې هېواد پارلمان ړنګ کړي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې شهباز شریف د پارلمان د ړنګولو پرېکړه خپلو متحدانو ته په یوه غیرې رسمي غونډه کې اعلان کړې ده.
د پارلمان له منحل کېدو سره سم به پاکستان کې ۹۰ ورځنی سرپرست حکومت جوړ او په ۶۰ ورځو کې باید عمومي ټاکنې ترسره شي.

