ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو چارو وزارت: تېر یوه کال کې بېلا بېلو ارګانونو څه باندې دوه زره عملیات ترسره کړي

د کورنیو چارو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کورنیو چارو وزارت مسولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي؛ “تېر کال کې د هېواد او خلکو دښمنانو د شومو اهدافو شنډولو په موخه په ټولیز ډول ۲۱۱۲ عملیات شوي، چې ۲۲۴ یې ګډ، ۱۳۴۵ خپلواک او ۵۴۳ یې ځانګړي عملیات وو.

د یادو عملیاتو پایله کې ۱۷۸۴ تنه د ورانکارو او ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیول شوي دي.

دغه راز ۱۱۶۴۰ میله سپکې او درنې وسلې، ۱۰۱۷ کړۍ ماینونه او لاسي بمونه، ۴۸۴ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د سپکو او درنو وسلو ګڼ شمېر مرمۍ چاودېدونکي واسکټونه، دوربینونه، مخابرې، د جي پي اېس دستګاوې، ګرځنده مبایلونه، ناقانونه سیم کارتونه او نور پوځي تجهیزات د پولیسو لاس ته ورغلي دي.”

د یادو مسولینو په وینا؛ تېر کال د هېواد په کچه ۱۲ زره او ۲۸۳ جنایي پېښې رامنځته شوې، چې په تړاو یې ۱۷ زره او ۲۱۷ تنه شکمن کسان نيول شوي دي.

دغه راز د محکمو د ۱۵۳ پرېکړو د پلي کېدو پایله کې ۱۷۴ تنه تر نیولو وروسته، عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو زیاته کړې؛ تېر کال پولیسو د انسان تښتوونکو پر وړاندې ۲۰۰ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۴ کسان د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي، ۱۳ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او ۱۹۰ شکمن کسان نیول شوي دي.

د یاد وزارت مسولینو ویلي؛ له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د تېر کال پر مهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۵۲۰۹ عمليات کړي، چې په پایله کې د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او ټابلېټ کا د تولید ۶۴۴ فابريکې له منځه وړل شوي ۲۲۸۲ ټنه ډول ډول نشه يي توکي او ۶۲۹۵۳۳ قرصه ټابلېټ کا کشف او ضبط شوي او په تړاو یې ۵۹۱۹ تنه نیول شوي، چې له نيول شويو کسانو ۱۲۲ ميله وسلې، ۴۸۵ عرادې موټر، زیات شمېر مبایلونه، مخابرې او پیسې ترلاسه شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې تېر کال د هېواد په کچه په نشه‌يي توکو ۴۲۸۸۸ روږدي راټول شوي او د درملنې په موخه په اړوندو روغتونونو کې بستر شوي دي.

دغه راز ۱۱۲۵۳ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده.

دې مسولینو زیاته کړې، چې تېر یوه کال کې ۴۶ زره ۵۳۳ تنه د پولیسو له بیلابیلو ښوونیزو مرکزونو څخه له لنډ مهاله او منځ مهاله زده کړو فارغ شوي او ۲۴۰۰۰ تنه د لیک لوست زده کړو په پروګرامونو کې شامل شوي دي.

همدارنګه د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې تېر کال۷۱۰ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي، ۱۱۶۴۳۰ تنو ته د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل شوی، ۳۲۵۰۰۰ ښي لاس ( یوه کیلي) او ۲۹۰۰۰ چپه لاس (یوه کیلي) موټرونه په سیسټم کې ثبت شوي دي.