ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د خلکو اقتصاد ښه والي په پار غونډه کړې  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د خلکو د اقتصاد د ښه والي په پار غونډه د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او د اوبولګولو، څېړنو، خاورې پېژندنې، کرنې او مالدارۍ د برخو د رییسانو او سلاکارانو په ګډون شوې.

د دې غونډې په ترڅ کې د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري ویلي؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لارښوونه کړې، چې کرنه او مالداري کولی شي د خلکو د اقتصاد په ښه والي کې اساسي رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره باید د افغانستان له خاورې او اوبو څخه په سمه او معقوله توګه ګټه واخیستل شي او په دې سکتورونو کې جدي کار وشي تر څو د خلکو اقتصادي ستونزې راکمې شي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني هم په خپلو خبرو کې په دې برخه کې د منظم پلان جوړولو اهمیت ته اشاره کړې او د هېواد بېلابېلو سیمو ته د تخنیکي ټیمونو د سفر او له خصوصي سکتور او خلکو سره د کرنې په سکتور کې د کارونو د زیاتولو او همکارۍ د اړتیا یادونه کړې.

په پای کې حاضرو رییسانو او سلاکارانو خپل نظرونه وړاندې کړي او ټینګار یی کړی، چې خلک او پانګه وال کولی شي د کرنې او مالدارۍ په پرمختګ کې اساسي ونډه ولري.