ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال: اسلامي امارت کې د هېچا حقوق نه ضايع کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر المعتصم بالله د تېرې ادارې د متقاعدينو له یو شمېر استازو سره ليدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو متقاعدينو د خپل تقاعد ترلاسه کولو غوښتنه او همدا راز دوی د اسلامي امارت د همکارۍ څخه مننه کړې  

مولوي محمد صابر المعتصم بالله د متقاعدينو خدمتونه ستايلي، دوی يې د ولس او افغانستان خدمتګاران بللي او ډاډ یې ورکړی چې ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي.  

ښاغلي مولوي معتصم بالله دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو خدمت ته ملا تړلې او په دې برخه کې حقدار ته د حق سپارلو په هڅه کې دی.

نوموړي ټینګار کړي چې اسلامي امارت کې د هېچا حقوق نه ضایع کيږي.