د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشري یو پلاوي، چي د ماليې وزارت او افغانستان بانک پر استازو سربېره په قطر کې د افغانستان سفارت او سياسي دفتر مسولینو هم ګډون درلود، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او بېلا بېلو ادارو ۱۵ کسيز لوړ رتبه پلاوي سره دوې ورځې پرله پسې ټولنیزو او تخنیکي کمېټو په سطحه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دواړو لورو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورو لستونو او بندیزونو لېرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره توکو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې شوې.
د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټينګار کړی، چي د باور جوړونې لپاره اړینه ده تور لستونه پورته او بانکي زيرمې خلاصې شي، تر څو افغانان د بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد پر پښو ودروي.
همدا راز په یاده غونډه کې پر بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کي د قونسلي خدماتو رسيدل مهم موضوعات وو چې بحث ورباندې شوی.
یاد پلاوي د افغانستان پر بانکونو د زیاتره محدودیتونو لرې کېدل او د معاملاتو په ترسره کېدو کې اساني یو مثبت پرمختګ بللی او همدارنګه دواړو لوریو د دا ډول ناستو، تفاهم او تعامل په دوام ټینګار کړی دی.
دوحه کې د افغان او امریکايي پلاوو ترمنځ پر یو لړ موضوعاتو خبرې شوي

