ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د ښوونې او روزنې په برخه کې د دیني مدرسو د استادانو هڅې ستایلي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت يو شمېر نابينا حافظانو او د ديني مدرسو استادانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د ميمنې ښار د دارالحفاظ استاد قاري جان محمد د نورو په استازيتوب خبرې کړې او په هېواد کې د امنيت په تامين او د اسلامي نظام په ټينګښت يې خوښي ښودلي.

نوموړي زياته کړې، په تېره دوره کې د ښوونې او روزنې وضعيت ډیر کمزوری و، حافظانو او د ديني مدرسو استادانو ته هېڅ پاملرنه نه وه شوې.

همدا راز یې د اسلامي امارت څخه غوښتې چې د ښوونې او روزنې برخې ته ځانګړي پاملرنې وکړې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په اسلامي روحيه د هېواد د بچيانو د روزنې په برخه کې د حافظانو او ديني مدرسو د استادانو زیار او هڅې ستايلي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز ویلي، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د خلکو او په ځانګړي ډول د ديني عالمانو او مدرسو استادانو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.