ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی او امریکایي استازي د خبرو په موخه دوحې ته رسېدلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي په مشرۍ يوه پلاوي د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کړی.

ټاکل شوې چې د افغانستان او د متحده‌ایالتونو پلاوي به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چاروسرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به د اسلامي امارت په استازولۍ او د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د واشنګټن له لوري، ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد ویلي، چې د مولوي امير خان متقي په مشرۍ دغه پلاوی به له امريکايي استازو سره د بنديزونو او تور لېستونو ختمولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولو او د هوايي حريم پر نقض خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه لیدنه کې به دغه راز د قطر دولت له ځينو چارواکو او قطر مېشتو بهرنیو استازو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې .اترې ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به د امنیت، اقتصاد او د نشه یي توکیو پرضد مبارزه کې د هڅو په اړه د اسلامي امارت له استازو سره خبرې وکړي.

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي: “یاد پلاوی به د جولای په ۳۰مه په دوحه کې له امریکايي هیئت سره د تور لېست، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د اعتماد جوړونې د اقداماتو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي او یاده غونډه به دوه ورځې دوام ولري.”

ښاغلي متقي دوحې ته د روانېدو پر مهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي،

 چې زموږ تمرکز به د افغانستان د کنګل شوې شمتنۍ پر ازادولو، د امریکا له خوا د افغانستان د هوايي حریم پر نقض او د اسلامي امارت پر مشرانو لګېدلو بندیزونو په اړه وي.

ښاغلي متقي همدا راز هیله څرګنده کړې، چې دواړه لوري به د یوه مثبت تعامل او په راتلونکي کې د اړیکو د ښېګڼې لپاره خبرې وکړي.