ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي: ملي سوداګر د اقتصادي ډګر اتلان دي

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.

ملي سوداګرو د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد سره په لیدنې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې له لسیزو وروسته په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین شوی او غواړي له دې فرصت څخه په ګټې اخیستني افغانستان کې پانګونه وکړي.

شیخ محمد قاسم خالد د یادو سوداګرو ستونزو او وړاندیزونه ته رسېدنه کړې او د حل ډاډ یې ورکړی.

ښاغلي خالد دوی ته په خطاب کې ویلي، په شل کلن جهاد کې مو له موږ سره ډیره مرسته کړې، تاسو زموږ خواخوږي یاست.

نوموړي ملي سوداګر د اقتصادي ډګر اتلان یاد کړې او زیاته کړې یې ده، چې ستاسو په هڅو به د هېواد اقتصاد پر پښو ودریږي.

شیخ محمد قاسم خالد دغه راز سوداګر د افغان ملت یوه برخه بللي او د دوی ساتنه یې د اسلامي امارت دنده  بللې ده.