ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په دویمه ورځ کانونو او پټرولیم وزارت د رسنیو پر وړاندې خپل حساب وړاندې کړ.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحديث شهاب الدين دلاور ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام ته په وینا کې ویلي، چې کانونه او معدنونه د افغانستان د ملت شتمني ده او ټول قومونه پکې شریک دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت هڅه داده، چې ټولې ملي شتمنۍ په عامه المنفعه برخو کې ولګوي او د دوامدارې او موثرې استفادې لپاره په صداقت، روڼتیا او غور کار کوي.
د ښاغلي دلاور په وینا؛ اسلامي امارت د کانونو د سکټور لپاره مختلف پلانونه ترتیب کړي، چې په تطبیق او عملي کېدو سره به یې هېواد اباد او ډیرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت ژمن دی، په کانونو سکټور کې روڼتیا رامنځته کړي او عواید یې اقتصادي پرمختګ او خلکو ته د هوساینې برابرولو په موخه د بنسټیزو او ملي پروژو په تطبیق ولګوي.
د ښاغلي دلاور په وینا؛ کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کاني زیرمو د تنظیم کوونکي په حیث زیار باسي، چې په یاد سکټور کې په اساسي او مسلکي ډول معادن مدیریت کړي او یاد سکتور کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره زمینه مساعده کړي.
دغه راز ښاغلي دلاور ویلي؛ اسلامي امارت هېواد کې د متوازن انکشاف اصل په نظر کې نیولو سره د منرالونو او نفتو ګازو سرچینو انکشاف ته لومړیتوب ورکوي، چې پروسس به یې په خپله افغانستان کې کیږي.
نوموړي افغانستان کې د شته لویو زېرمو یادونه کړې او ویلي يي دي، چې په مدیریت سره به یی د یو ملیون ډالرو څخه زیات صادرات ولرو.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ویلي؛ د دې وزارت د سروې ټیمونو په ۲۵ ولایتونو کې د بیلابیلو منرالونو ۴۹۳ کاني نښې او معدنونه سروي کړي، چې یادې ساحې به داوطلبي ته وړاندې او په فعالیدو سره به يي زرګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شي.
نوموړي د لاسلیک شوو پروژو څخه د کندهار شور اندام سیمې د سیمنټو پروژې، هرات د نیک سیمې د ډبرو سکرو پروژې، د کنړ-ننګرهار د مرمرو پروژې، د پروان د تراورټین پروژې او د هرات د مسو شیدا پروژې څخه یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د یادو پروژو څخه به ۱۰ زره او ۸۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره او د داخلي عوایدو د زیاتېدو ترڅنګ به د هېواد د صنعتي کېدو په برخه کې په ځان بساینه کې مرسته وکړي.
ښاغلي افغان د کار لاندې پروژو څخه د هرات غوریانو د اوسپنې پروژې څلورو بلاکونو، د غور پروژې څلور بلاکونو، د تخار سمټي سیمې سرو زور پروژې، هرات د زنده جان د سیمنټو پروژې، د پنجشیر د نقره خانې سیمې د اوسپنې پروژې، د بدخشان د ویکادور ساحې د طلا پروژې او د کابل ولایت د جګدلک یاقوت پروژې یادې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د ۱۴۰۲ کال داوطلبي اعلان ته چمتو پروژو څخه د بدخشان لاجورد، هرات پروان بامیان ننګرهار ولایتونو کې د مرمرو پروژې، د میدان وردګو تراورټین، د غور ډبرو سکاره، د غزني طلا او میس، د لوګر او جوزجان د سمنټو پروژې او د بدخشان دریو پرژو یادونه کړې او یلي يي دي، چې په اړه یې جیلوژیکي او معلوماتي کڅوړو باندې کار شروع کړی، چې تر نهایی کېدو وروسته به د داوطلبي اعلان ته وسپارل شي.
احسانالله عادل

