تېره ورځ په کابل ولایت کې د بدني روزنې او تېکواندو فدراسیون له لوري ملي لوبډلې ته غوراوي په موخه د تنکیو ځوانانو ترمنځ د تېکواندو لسم پړاو سیالۍ پيل شوې.
په دې سیالیو کې له ۲۴ ولایتونو او ایران میشتي افغان کډوالو څخه ۲۵۰ تنه لوبغاړو ګډون کړی، چې له دې ډلې څخه به په بېلابېلو وزنونو کې یوه ۴۰ کسیزه لوبډله جوړه شي.
د بدني روزنې لوی ریاست د ځوانانو تر منځ سیالۍ د یو سالم انسان رامنځ ته کېدو سبب ګڼلی او ویلي دي، چې سپورټ د هېواد په اقتصاد کې رغنده رول لري.
د تېکواندو فدراسیون ویلي، چې ځوان لوبغاړي له پوره چمتووالي سره راغلي او هېله یې څرګنده کړې، چې له دوی څخه به یوه پیاوړې ملي لوبډله جوړه شي. همداراز دغه ریاست کاږي، چې نوې لوبډله به د هېواد په استازيتوب په اسیايي لوبو کې ګډون وکړي.
روزي خان خپلواک

