د کرنې او مالداري وزارت او د کرنې او مالداري تولیداتو خونې تر منځ د زراعت او مالدراي د ودې او پراختیا په موخه د اسانتیاوو برابرولو په پار د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
په دې اړوند جوړو شویو مراسمو کې د کرنې او مالداري سرپرست وزير مولوي عطاء الله عمري ترڅنګ یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او پانګوالو ګډون درلود.
د کرنې سرپرست وزیر د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د محصولاتو د کیفیت په اړه ویلي؛ د کرنې سکټور د کرنې، مالداري، اوبو لګولو او طبیعي سرچینو څلور عمده برخې لري، چې موږ په دې ټولو برخو کې کاري پلانونه لرو او سږ کال به د سترو بدلونونو شاهدان وو.
نوموړي ويلي، د دې سکټور د ودې لپاره پوره بودیجه لرو او د کرنیزو محصولاتو په تولید کې له نړۍ مخکې یو، ځکه د افغانستان محصولات له هر اړخه ارګانیک دي او ښه طعم، خوند، رنګ، بوی او کیفیت لري.
د مولوي عطاء الله عمري په وینا؛ د دې ډول پروګرامونو د جوړولو موخه پانګوال او سوداګرو متوجې کول دي، تر څو د بزګرانو د تولید شوي محصول د پېر او پلور تر څنګ د بازار موندنې لپاره هڅې وکړي او خپل مسولیت ادا کړي.
ښاغلي عمري په دې غونډه کې سوداګرو او پانګوالو ته په خطاب کې ویلي، چې د کرنې وزارت د افغانستان په بېلابېلو سمیو کې د پانګونې او کار کولو زمینه ورته برابروي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الباري فضلي ویلي، چې د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړيکو پیاوړتیا او اسانتيا ده.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت جدي هوډ او ژمنتیا لري، چې د کرنې او مالداري په برخه کې کار وکړي او دا پروګرام یې د هڅو یوه بېلګه ده.
ښاغلي فضلي د کرنې او مالدارۍ له خونې غوښتي، چې په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه پیل کړي.
دغه راز د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې رییس شېرباز کمین زاده او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس خان محمد خوشحال په هېواد کې د پانګونې لپاره د خپلو ژمنو په اړه خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی، چې پانګوال په ټولو برخو کې کار او پانګونې ته چمتو دي.
په پای کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس خان محمد فروتن ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د کرنې وزارت او کرنې او مالداري تولیداتو د خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه

