ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا له لوري د ګوانتنامو زندان جوړول د بشر له حقونو ښکاره سرغړونه ده

د کیوبا د نړیوالې پالیسي د مرکز مشر جوس رامون کاباناس له یوې چینايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې کیوبا کې د ګوانتانامو خلیج د سمندري سټیشن زندان د بشري حقونو تر ټولو ښکاره سرغړونه ده، چې د متحده ایالاتو د ادارې له لوري ترسره کیږي.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي: “دا موضوع په وار وار نړیوالې ټولنې ته وړاندې شوې، چې تر دې دمه يې په اړه کوم اقدام نه دی شوی، خو دا د امریکا په تاریخ کې د بشري حقونو تر ټولو اوږده سرغړونه ده.”
ښاغلي کاباناس په ګوانتانامو کې د متحده ایالاتو سمندري سټیشن ته د وروستي تخنیکي لیدنې په اړه د ملګرو ملتونو (UN) ځانګړي راپور ورکوونکي، د تروریزم سره د مبارزې په وخت د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ودې او ساتنې په اړه ویلي، چې وروستی راپور “نسبتاً آیډیال او بې پرې” وو.
نوموړي زیاته کړې، چې په زندان کې ځینې بندیان هیڅکله محکمې ته نه دي وړل شوي او د شکنجې بېلا بېلو ډولونو په ګډون د هر ډول ناانساني او ناقوني کړنو سره مخ شوي دي.
د کیوبا د نړیوالې پالیسي د مرکز مشر چې مخکې یې په متحده ایالاتو کې د کیوبا د پخواني سفیر په توګه دنده ترسره کړې ویلي، چې د اسټرالیا تبعه جولین اسانج او د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې پخوانی قراردادي اډوارډ سنوډن د امریکا د حکومت له لوري ترسره شوي جرمونو او د بشري حقونو سرغړونو د افشا کولو په تور د دې ادارې ښکار شوي دي.
دغه راز کیوبا هېواد د کیوبا د ارادې خلاف د ګوانتانامو په سمندري سټیشن کې د امریکا له لوري په ناقانونه ډول د نیول شوې خاورې د بیرته راګرځولو او ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي کاباناس زیاته کړې، چې د ۱۹۵۹ انقلاب له بریا وروسته، د کیوبا او متحده ایالاتو ترمینځ د کړکیچ د زیاتولو لپاره د دې سمندري اډې کارولو هڅې شوې او د کیوبا حکومت له څو کلونو راهیسې د دوه اړخیزې شخړې د مخنیوي لپاره کار کړی دی.
دې پخواني ډيپلومات ویلي، چې د امريکا ادارې له لوري د کيوبا د خاورې د ناقونونه اشغال له امله د کيمانرا په ګاونډي ښارګوټي کې اوسېدونکي له عادي ژوند څخه بې برخې دي.
د نوموړي په وینا: “موږ د دې موضوع په اړه د متحده ایالاتو له ادارې سره د خبرو اترو لپاره هیڅ نه لرو. هغه څه چې موږ یې منو د دې خاورې بیرته راستنیدل دي چې په ناقانونه توګه اشغال شوې ده.”