د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي حافظ محمد حامد حسيب او د بهرنيو اړيکو له ریيس ډاکتر نظر محمد عرفان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال په اداري او علمي برخو کې د لوړو زده کړو وزارت د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
مولوي حافظ محمد حامد حسيب د تحصيلي نصاب تنظيم، د زده کړو په موخه بهر ته د محصلينو استولو او تحصیلي بورسونو برخې ته یې د پاملرنې غوښتنه کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال او د بهرنيو اړيکو ریيس ته په خطاب کې ویلي، چې دغه وزارت د علمي ارګانونو له ډلې تر ټولو مهم وزارت دی او د هېواد د علمي کچې لوړولو لپاره باید لا زیاتې هڅې وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، د لوړو زدهکړو وزارت مسولين دې د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د علمي ودې او پرمختګ لپاره لاهڅې وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي: لوړو زدهکړو وزارت دې د علمي پرمختګ او ودې لپاره لاهڅې وکړي

