ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه د سوري زړه په نارغۍ اخته ماشومانو درملنه کې مرسته کوي

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ترکیه کې د دې هېواد د سرې میاشتې له اجرایوي مسول سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې د سرې میاشتو له پرلپسې مرستو مننه کړې او د افغاني سرې میاشتې له لوري د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، مرستونونو کې د بې سرپرسته کورنیو پر پالنه، د رواني ناروغانو په ساتنه او درملنه او له کونډو، یتیمانو او سوالګرو سره په نغدي مرستو خبرې کړې دي.

د ترکیې د سرې میاشتې اجرایوي مسول د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ژمنه کړې، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه کې به له افغاني سرې میاشتې سره اړینه همکاري وکړي.

نوموړي همدا ډول ویلي؛ هڅه کوي چې د ترکیې له خیریه بنسټونو سره په ګډه له افغانستان سره د پرلپسې بشري مرستو پر منظم میکانیزم کار وکړي.